له دغه وزارت څخه په خپرو شوو معلوماتو کې ویل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په متقابلو بریدونو کې ۱۴۳ طالبان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د طالبانو له لوري ۵۲ خښ شوي ماینونه هم د افغان سرتېرو له لوري شنډ شوي دي.
د دفاع وزارت په وینا، طالبانو ته دا مرګ ژوبله په ننګرهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، هلمند او بغلان کې اوښتې ده.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ هم په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۵ طالبان وژل شوي وو.
طالبانو ځان ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.