پخواني جهادي مشر او د مصالحې شورا غړي استاد «سیاف» ته نېږدې سرچینو کلید ته دا خبره تایید کړې ده.
هغه ویلي، په دې اړه خبر اترې جریان لري او ټاکل شوې چې تر راتلونکو درېیو ورځو د یادې شورا جوړښت وروستی شي.
که څه هم تر اوسه حکومت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې د دې شورا په تشکیل کې به د سیاسي حزبونو رهبران او یو شمېر نور سیاستوال ځای پر ځای شي.
تر دا مهال د دې شورا د واکونو په تړاو هم په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي. خو یو شمېر سیاسي شنونکي پر دې باور دي چې دا شورا به اجرایي واک ونه لري، بلکې جمهور رییس ته به په ملي مسایلو کې مشورې ورکوي.