امنيتي بنسټونه که څه هم ټينګار کوي چې د هلمند په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو یې کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوړولې، خو پوځي شنوونکي بيا پر دې باور دي چې د کشف او استخباراتو د ضعف له امله طالبان د ولايتونو تر مرکزونو ځان رارسوي.
پوځي شنوونکی حیګل سيلمانخېل وايي، د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او ټول ځواکونه پکې بوخت دي، له همدې امله بيا ستونزمنه ده چې د طالبانو تحرکات په پيل کې دفع شي.
دی روانه جګړه چريکي بولي او زیاتوي، يو ولايت چې د سقوط تر مرحلې ورسېږي له هغې وروسته یې د مخنیوی لپاره اقدامات او عمليات کېږي.
د سليمانخېل په خبره، امريکا له افغانستانه په مسوولانه ډول ونهوتله او د سولې تر ټينګښت پورې به جګړه همداسې روانه وي.
هغه کليد ته وويل:
«امنيتي او دفاعي ځواکونه په ۲۱ ولايتونو کې پر جګړه بوخت دي، دوی ریزرف ځواکونه نهلري، نو همدی یې لامل دی چې طالبان د ولايتونو تر مرکزه رارسېږي او ولايت چې له سقوط سره مخ شي، دوی خبرېږي او پر وړاندې یې اقدام کوي.»
د چارو بل شنوونکی ګلاجان ساپی بيا د کشفي او استخباراتي برخې کمزورتيا هغه لامل په ګوته کوي چې له امله یې طالبان د ولايتونو تر مرکزه رارسېږي.
دی زياتوي، افغان ځواکونو بشپړه وړتيا لري، خو چې له رهبرۍ څخه ورته د هدايت ورنهکړل شي، تعرض او اقدام نهشي کولی.
ساپي کليد ته وويل:
«افغان ځواکونه بشپړه وړتيا لري، خو قومانده د دوی په لاس کې نهده او د همدې لپاره دوی تعرض او اقدام نهشي کولی او بله ستونزه هم د کشف او استخباراتو ده چې دا دواړه برخې کمزورې دي.»
ملي دفاع وزارت بيا وايي، په هلمند ولايت کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوړلې او لاهم د لښکرګاه شاوخوا سيمو کې تصفيوي عمليات دوام لري.
د ياد وزارت وياند روحالله احمدزي کليد ته وويل، په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو تحرکات او بريدونه دفع شوي او د لغمان، کندهار، هرات او فراه په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دوی ته ډېره مرګژوبله اوښتې.
دی زياتوي، تر ډېره د طالبانو بريدونه او تحرکات په لومړۍ سر کې دفع او خنثا کېږي.
احمدزي وويل:
«د هلمند، لغمان، کندهار، هرات او فراه په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې، اوس د لښکرګاه شاوخوا سيمو کې د طالبانو پر ضد تصفيوي عمليات دوام لري.»
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۱۸۱ طالبان وژل شوي، له دې ډلې په هلمند کې ۱۰۶، په لغمان کې ۸، په ننګرهار کې ۵، په هرات کې ۱۲ او کندهار کې بيا ۱۵ وژل شوي دي.
طالبانو بيا يادې ډلې ته د رسېدلو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نهدي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ