د يادې شورا وياند فريدون خوځون د دوشنبې په ورځ کليد ته وويل، د استانبول ناستې لپاره د طرحې نهايي کېدو په تړاو به په راتلونکو څو ورځو کې د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټې لهخوا غونډه جوړه شي.
دی ډاډ څرګندوي، داسې طرحه به ترتيب او نهايي شي چې ټولو خواوو ته د منلو وي.
خوځون وويل:
«موږ د استانبول سولې ناستې لپاره چمتو يوو، غوښتنه مو له ټولو اړخونو دا ده چې بايد له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي. د دې ناستې لپاره د طرحې نهايي کېدو په تړاو به په نېږدې ورځو کې د مصالحې شورا د رهبرۍ کمېټې لهخوا يوه غونډه هم جوړه شي.»
په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس میرالرحمن رحماني هم د ترکیې ناسته د سولې د راتګ لپاره غوره فرصت بولي او له طالبانو غوښتنه کوي چې په دې ناسته کې برخه واخلي او خپلې غوښتنې هلته مطرح کړي.
رحماني وويل:
«د ترکیې ناسته د سولې ټينګښت لپاره يو غوره فرصت دی او له طالبانو هم غوښتنه کوم چې پهدې ناسته کې ګډون وکړي او له خپلې غوښتنې مطرح کړي.»
پخوانی طالب چارواکی سيداکبر اغا بيا وايي، د امريکايي ځواکونو په وتلو کې ځنډ د دې لامل شو چې طالبان دې ته اړ شي، څو د استانبول ناستې او له امريکا سره د خبرو لپاره له خپلو مشرانو سره سلامشورې وکړي.
دی زياتوي، د امريکا او طالبانو ترمنځ بېباوري رامنځته شوې او فکر نهکوي چې طالبان دې د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي او يا دې هم دا ناسته جوړه شي.
«امريکا او طالبان په ډېرو ستونزو سره د امريکايي ځواکونو د وتلو نېټې په تړاو هوکړې ته ورسېدل، خو اوس د ځواکونو د وتلو په موضوع کې ځنډ د دوی ترمنځ د بېاعتمادۍ لامل شوی او اوس به طالبان هم له خپلو مشرانو سره سلامشورې کوي چې د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي يا نه، خو زه فکر نهکوم چې دوی کډون وکړي.»
د چارو شنوونکي بيا د استانبول سولې ناسته د افغانستان راتلونکي برخليک لپاره مهمه بولي او ټينګار کوي چې ټول اړخونه بايد پهکې ګډون وکړي.
د سياسي چارو شنوونکی امينالله شارق وايي، افغانستان د څلور نيمو لسیزو راپهدېخوا په مبهم حالت کې دی او له دې وضعيت څخه د وتلو لپاره د استانبول ناسته ښه فرصت دی او تمه لري چې طالبان به هم پهکې ګډون وکړي.
دی ټينګار کوي، که له دې فرصت څخه ګټه پورته نهشي، نو افغانان به يو ځل بيا د خونړۍ جګړې شاهدان وي.
شارق کليد ته وويل:
«افغانستان د څلور نيمو لسیزو راپهدېخوا په مبهم حالت کې دی او اوس يو ښه فرصت راپيدا شوی دی، له دې فرصت څخه بايد ګټه پورته شي، که نه افغانان به يو ځل بيا بدمرغې، خونړۍ او خطرناکې جګړې شاهدان وي.»
ټاکل شوې د استانبول سولې ناسته د روانې اپرېل مياشتې په ۲۴مه وشي، طالبانو بيا تر اوسه پورې په دې غونډه کې د ګډون او نهګډون په تړاو خپل رسمي دريځ نهدی اعلان کړی، خو تر دې مخکې یې د امريکايي پوځيانو د وتلو په غبرګون کې ويلي وو، تر هغې چې يو بهرنی سرتيری هم په هېواد کې پاتې شي، نو د افغانستان سولې په اړه به په هېڅ کنفرانس کې ګډون ونهکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ