ads

پکتیکاوال: د جګړې په لیکو کې د ماشومان ګمارنه دې ودرول شي

 په جګړیز چاپیریال کې د ماشومانو د خوندیتوب په موخه جوړ شوي یو ورځني ورکشاپ ګډونوالو وویل له ماشومانو څخه باید په هیڅ صورت په جنګي لیکو کې کار وانه خیستل شي او نه هم باید جنګي ډلو کې وګمارل شي.

خیرالدین ذکي
18 وری 1400
پکتیکاوال: د جګړې په لیکو کې د ماشومان ګمارنه دې ودرول شي
هغوئ څرګندوي دا مهال د افغان ملي امنیتي سرتیرو او طالب وسله والو په جنګي لیکو کې ډيری ماشومان چې خپل قانوني عمر يې نه وي پوره کړی جذبیږي، چې دا څه د دوی په ټکو له ټولو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده.
«د جګړې په دواړو ښکېلو لورو کې د ماشومانو ګمارنه او د هغوئ زیانمنیدل دوام لري، د اسلام مبارک دین له مخي هم ماشومانو او مېرمنو ته زیان رسول ناورا کړنه ده، دوی باید خوندي وي او په هیڅ صورت ورته زیان ونه رسیږي، د امنیتي سرتیرو او طالب وسله والو دا کړنه چې ماشومان په خپلو لیکو کې ګماري، په کلکو ټکو غندو.»
یو شمېر نور ځوانان او حقوق پوهان بیا په جنګي او نورو ډلو کې د ماشومانو ګمارنه جرم ګڼي او وايې د دا ډول پېښو عاملین باید د قانون له مخي مجازات شي.
دوی وايې له اتلس کلنو کم عمر لرونکي ماشومان په هیڅ قانون او اصولو کې د دې وړ نه دي چې جنګي ډلو ته دننه شي، خو دا چې دلته د جګړې دواړه غاړې دا کار کوي، د هېواد له نوي نسل سره ظلم دی.
«په ډيری امنیتي پوستو کې ماشومان لیدل کیږې چې جنګي لیکو ته دننه شوي، د طالب وسله والو په ډلو کې هم کم عمره ماشومان جذب شوي دي، دواړه لورې د ماشومانو قانوني عمر، ستونزو او راتلونکي ته نه ګوري بلکه د خپلو لیکو د کسانو شمېر ورباندې ډيروي، د افغانستان اساسي او بشري حقونو په قانون کې په ښکاره ویل شوي چې له اتلس کلنۍ د کم عمر لرونکي ماشومان په هیڅ صورت باید په جنګي ډلو کې ونه ګمارل شي.»
پر همدې مهال د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رییسې خوشبو میدانوال کلید سره په خبرو کې وویل د ښکیلو لورو له لورې د ماشومانو په ګډون له مېرمنو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې تر ټولو لوی لامل په هېواد کې جګړه ، نا امني او غربت دی.
نوموړې څرګندوي د جګړې ښکیل لوري د ډيرو کسانو د جذب په موخه همدا هڅه کوي چې که ماشوم وي یا ځوان، خپلو لیکو ته داخل کړي چې په قول يې دا څه خورا خواشینونکي دي او اړونده بنسټونه باید په دې اړه جدي اقدامات ترسره کړي.
«په هېواد کې د رواني جګړې له امله په ماشومانو سربیره مېرمنې هم ډيري زیانمنې شوې دي، که د افغان سرتیرو په لیکو کې کوم کس وژل کیږې یا د طالب وسله والو په ډلو کې، د دواړو ماشومان بې سرنوشته کیږې، د ښکېلو لورو په جنګي ډلو کې هم د ماشومان جذب او ګمارنه د اندېښنې وړ ده.»
یاده دي وي چې ترې دې وړاندې هم د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د افغان امنیتي سرتیرو او طالب وسله والو په لیکو کې د ماشومانو له جذب او ګمارنې څخه شکایتونه شوي او د بشري حقونو له کمېسیونونو څخه دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA