د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان کلید ته وویل، نن سهار نهه بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند رینګ روډ سیمه کې په لاسي کراچۍ چلوونکي د سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې، له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
بله چاودنه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې شوې چې له کبله یې تن وژل شوی او بل ټپی شوی.
د کامې ولسوال شریف الله فضلي کلید ته وویل، نن سهار وختي د کامې ولسوالۍ په دار ګلۍ کلي کې د الماس په نوم د محلي پولیسو د یو سرتېري پر فلډر موټر پورې نښلونکي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې نوموړی وژل شوی او د هغه بل ملګری ټپي شوی دی.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ