د دغه ولایت د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼی وایي، په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د اعتبار ګل په نوم هغه کس نیولی چې تازه د طالبانو له لوري په جلال اباد ښار کې د دولتي کارمندانو د ترور لپاره ګمارل شوی و.
خوږیاڼی زیاتوي چې نیول شوي تن پر خپل جرم اعتراف کړی.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د ترور پېښې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي.