ads

په جلال اباد کې خبریاله ملاله میوند په یوه وسله وال برید کې ووژل شوه

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایې، نن سهار ۷ بجې او لس دقیقي د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې پر ملالې برید د هغې د کور مخې ته شوی چې له کبله یې ملاله مېوند او موټر چلوونکی یې وژل شوي دي.

فضل الهادي حمیدي
20 لیندۍ 1399
په جلال اباد کې خبریاله ملاله میوند په یوه وسله وال برید کې ووژل شوه

ملالې میوند اوسمهال په ننګرهار کې د انعکاس په نوم له یوه سیمه ییز ټلوېزیون سره کار کاوه.

تر اوسه د برید مسوولیت هم چانه دی منلی.
له دې وړاندې په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي او په کابل کې پخوانی خبریال یما سیاوش هم د ماین چاودنو په بېلابېلو پیښو کې کې وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA