ads

په هرات کې د یو ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

د دفاع وزارت مسولین په هرات ولایت کې د یو ځانمرګي برید د مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
22 لړم 1399

له دغه وزارت څخه تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ځواکونو یې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې هدف ته تر رسېدو وړاندې د یو ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، تېره ورځ یوه ځانمرګي بریدګر هوډ درلود چې په شینډنډ ولسوالۍ کې پر افغان سرتېرو ځانمرګی برید وکړ، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې پېژندل شوی، لومړی د افغان سرتېرو له لوري ټپي او وروسته یې ساه ورکړې ده.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA