د دغه ولایت د پولیسو ویاند محب الله محب کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د لب رود سیمې پر امنیتي پوستو برید وکړ.
محب زیاتوي، په دې پېښه کې یو اته کلن ماشوم، چې کور یې د امنیتي سرتېرو پوستې ته نېږدې و، وژل شوی دی.
بلخوا، نوموړی ټینګار کوي په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېرې یې نه دي بیان کړی.
.د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د معلوماتو پر اساس، په وروستۍ میاشت کې هلته د طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.