د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند خالص فاميليو سيمه کې عملیات ترسه کړي چې په ترڅ کې یې له داعش ډلې سره د غړيتوب په تور پنځه تنه نیول شوي.
خبر پاڼه زیاتوي، ياد کسان همدا راز په تخريبي او تروريستي کړنو تورن دي.
داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ