دوی وايي، له تېرو ۴۰ ورځو راهیسي پر ياده ولسوالۍ وسله والو طالبانو بريدونه پیل کړی او ځانونه يې د ولسوالۍ تر مرکز رسولي دي.
يادو اعتراض کوونکو پر دولتي چارواکو نيوکي وکړې چې په ولسوالۍ کې د امنيتي وضيعت کابو کولو کې پاته راغلي دي.
« دولت زموږ په کیسه کې نه دی، دوی په رسنیو کې د یاد ولایت د ولسوالیو د ژغورلو خبره کوي، بیا دې مهرباني وکړي دا خبره دې ثابته کړي.»
د دهراوود ولسوالۍ ياد کسان وايي، په ولسوالۍ کې ملکي کسان د جګړو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
دوی زیاتوي، دولتي چارواکي په ياده ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ هم توپيريز چلند کوي. پوليس کلابند پرېږدي او د اردو سرتيري د جګړي له کرښو راباسي.
«پولیس يې پرېښول، هلته محاصره دوی، اردو راباسي او پولیس په وژنې، یایې دې وژغوري او یا دې موږ او کار پرېږدي.»
د ارزګان د ولايت مقام وياند احمدشاه ساحل بیا د اعتراض کوونکو هغه خبرې ردوي چې د سرتېرو ترمنځ توپيريز چلند کېږي.
نوموړی وايي، په دهراوود ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ډېرې سيمي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي او امنيتي وضيعت ښه دی.
«د دوی هغه ادعا چې د امنیتي سرتېرو تر منځ توپیریز چلند کوي، موږ یې ردوو. په دهراوود ولسوالۍ کې ډېرې سیمې افغان سرتېرو نیولې دي او امنیتي حالت تر کنټرول لاندې دی.»
له څه باندې يوې مياشتي راهیسې وسله والو طالبانو د ارزګان پر دهراوود اوګيزاب ولسواليو پراخ بريدونه پیل کړی دي.
طالبان ادعا کوي چې افغان سرتېرو له مقاومت پرته ټولې پوستې دوی ته ور خوشې کړې دي.