خبرپاڼه زیاتوي چې په دې کتنه کې د هندوستان د ملي امنیت سلاکار د افغان سولې له پروسې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، د سولې په خبرو کې چې هرڅه افغانانو ته د منلو وي، هند ته هم د منلو دي.
هغه ټینګار کړی چې هند د یو ازاد، خپلواک، ډیموکراټیک، امن او باثباته افغانستان غوښتونکی دی او په وینا یې، دغه هېواد باید نور د ترهګرو ډلو د فعالیت ځای پاتې نه شي.
په ورته وخت کې ډاکتر عبدالله عبدالله په دوحه کې له طالبانو سره د پیل شوو خبرو په تړاو هغه ته ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې د هندوستان د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې د مصالحې شورا مشر د سه شنبې په ورځ په څلور ورځني سفر هند ته ولاړ او ټاکل شوې چې د هند له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او ورته نورو هندیو چارواکو سره وویني.