له یاد وزارت څخه د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عواید د تلي میاشتې له لومړۍ نېټې بیا تر ۱۵مې نېټې پورې له بېلابېلو ادارو جمع شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له دې جملې ۵۱۵ میلیونه له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۲۹۷ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۲ میلیارده ۴۷۶ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۴ میلیارده ۱۱۹ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي؛ چې د روان کال د وږي میاشتې د وروستیو دو اوونیو په پرتله ۹۸۴ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیې.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه مالیې وزارت ۱۲۷ میلیارده ۲۰۳ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول کړي دي.
دغه وزارت په داسې حال کې د دغو عوایدو راټولېدو خبر ورکوي چې کورونا ویروس د افغانستان ملي عواید زیانمن کړي دي.