د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، نېږدې ۱۵۰ روږدي کسان د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو راټول او کابل ته د ۴۵ ورځې درملنې لپاره ولېږل شول.
خوږیاڼي زیاته کړه، یادو کسانو ته به له درملنې وروسته کاري فرصتونه هم برابر شي.
څو ورځې وړاندې هم له دغه ولایت څخه ۱۵۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان کابل ته د درملنې په موخه انتقال شوي وو.
خوږياڼی وایي، ننګرهار کې د روږدو کسانو ۱۵۰ بستريز روغتون موجود دی، چې شاوخوا ۳۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي