د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک کلید ته وویل، پرون ماښام اووه بجې او ۳۰ دقیقې د هلمند ـ کندهار د شهرا ۶۰۱ نمبر سړک د وزیرو مانده په سیمه کې د افغان سرتېرو پر پوسته موټر بم برید ترسره شوی دی.
د ځواک په خبره، په دې پېښه کې پنځه افغان سرتیري او څلور ملکي وګړي وژل شوي او درې نور سرتیري او یو ماشوم ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې په وژل شوو او ټپیانو کې مېرمنې او یو ماشوم هم شامل دي.
د سیمې اوسېدونکو هم کلید ته دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې پوسته په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.
تر اوسه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.