ads

په جلال اباد کې پولیسو څلور ماشومان په رنجر موټر وهلي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پولیس یو رینجر موټر څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید
1 تله 1399

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند په قصبې سیمه کې د پولیسو یو رینجر موټر څلور ماشومان وهلي دي چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د پېښې عاملین نیول شوي دي.
ډېر کله دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA