افغانستان چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د جګړې په اور کې وريتېږي، ولسونو یې د سولې په ارمان په ملیونونو شهیدان ورکړي، ملیونونه وګړي یې بېکوره شوي، ملیونونه ماشومان یې یتیمان شوي، سلګونه زره نور یې معلول دي او په لکونو لکونو کونډې او بورې میندې لري. یا په بله وینا افغانانو په خپل رګ رګ کې دا جګړه حس کړه او ترې زیانمن شول؛ دا دی لا هم د جګړې د اور خوراک دي او لا هم جګړه نهده درېدلې، په ډېرې بېرحمۍ سره روانه ده او د سرونو لو کوي.
دردېدلي افغانان چې له کلونو کلونو د سولې ارمانجن پاتې شوي، له ښکېلو لوریو غواړي چې جګړه بس کړي او د سولې له غږونو سره ملتیا وکړي. افغانانو هر وخت د سولې غږونه اوچت کړي، خو درېغه چې دا غږونه ډېر کله نهدي اورېدل شوي او ایله اوس دغو غږونو اثر کړی. کابو دوې اوونۍ کېږي چې د بینالافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو لپاره پر اجنډاوو کار روان دی او د ښکېلو لوريو مذاکراتي ټيمونه په قطر کې د راتلونکي سولهییز افغانستان د برخلیک د ټاکلو هڅې کوي.
په افغانستان کې د سولې د ټينګېدو لپاره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غونډه لس ورځې مخکې د سپټمبر په دولسمه وشوه چې په هغه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د مذاکراتو لپاره پر صبر او حوصلې ټينګار وشو. دې مسلې افغانانو ته دا ډاډ ورکړ چې ښکېل لوري سولې ته لېواله دي او لرې نهده چې مذاکراتي ټيمونه به د سولې په تړاو يوې مطلوبې پایلې ته ورسېږي.
اوس د راتلونکي سولهييز افغانستان پرېکړه د مذاکراتي ټيمونو په لاس کې ده او دغو ټیمونو هم په ظاهره يوې سترې پرېکړې ته ژمنتیا ښودلې ده.
خو افغانان غواړي چې ښکېل لوري او په تېره بیا مذاکراتي ټيمونه تر هر څه وړاندې په افغانستان کې د وینو د درولو او د افغان ښځو او ماشومانو په سترګو کې د اوښکو وچولو لپاره هڅه وکړي او د اوربند له لارې دا ثابته کړي چې دوی واقعاً د سولې لپاره مذاکرات کوي او نور غرض نهلري.
افغانان همداراز تمه لري چې بینالافغاني مذاکرات ډېر ژر نتیجه ورکړي او دا پروسه رالنډه شي، څو په راتلونکي کې د سولې ورځ د سولې په فضا کې ولمانځلی شي؛ هغه هیله چې د بینالافغاني مذاکراتو په بریالي کېدو کې رېښه لري او اصلي لوبغاړي یې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي او نړیوال نندارچیان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ