د دې ادارې رییس عمرجان منګل وایي، یاد زعفران د کابل ولایت په ولسوالیو کې پر ۲۰ بزګرانو تقسیم شوي دي.
د ده په وینا، ټاکل شوې چې دغه بزګران ورکړل شوي زعفران په خپلو نیم جربي ځمکو کې وکري.
منګل زیاتوي چې د دغو زعفرانو کرنه د کرنې ریاست د مسلکي کارمندانو له لوري څارل کېږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوبه، مالداري، زعفران او نباتات هغه څه دي چې د اقتصادي ودې په پرمختګ کې مهم رول لري.