د خبرپاڼې په وینا، د دوی تر منځ خبرې پر افغان سوله، د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ورټولې وې.
سرچینه وایي، عمران خان جمهور رییس غني ته ډاډ ورکړی چې پاکستان تل د افغانستان د سولې په مسله کې همکاري کړې او لا به هم خپلې بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوي.
دواړه مشران داسې مهال ټلیفوني خبرې کوي چې څو ورځې وړاندې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک کې سخته نښته وشوه.
که څه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې تړاو څه نه دي ویل شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه سخته غندلې او د څېړلو امر یې کړی دی.