شاهین وایي، طالبان هوډ لري چې د ښه نیت ښودلو په هدف د اختر تر ورځې د افغان حکومت پاتې بندیان هم ازاد کړي او په دې سره به د دوی له خوا د دولت د ۱۰۰۰ تنو بندیانو خوشي کېدو بهیر بشپړ شي.
نوموړي پر افغان حکومت غږ کړی چې د دوحې د تړون پر اساس د ۵۰۰۰ زره طالب بندیانو د خوشي کېدو پروسه بشپړه کړي، څو د بین الافغاني خبرو پیل ته زمینه برابره شي.
د یادولو وړ ده چې سهیل شاهین د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، که حکومت تر اختر پورې د دوی پاتې بندیان ازاد کړي، دا ډله تر اختر وروسته د مخامخ خبرو پیل ته بشپړه چمتو ده.
د قطر په پایتخت دوحه کې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې هوکړه لاسلیک شوه.
د دې هوکړې له مخې به، افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي.