ads

په کابل کې د داعش ډلې دوه ځانمرګي بریدګر ونیول شول

د ملي امنیت ریاست وایي، ځواکونو یې په کابل کې د یو لړ هدفمندو او پېچلو عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې دوه ځانمرګي بریدګر نیولي دي.

محمدخان بریال
17 چنګاښ 1399
په کابل کې د داعش ډلې دوه ځانمرګي بریدګر ونیول شول

له دغه ریاست څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نیول شوي کسان لطف الله او احمدالله نومېږي چې د ګولایي دواخانې په سیمه کې یې د مولاعلي پر روغتون او یوې رسنۍ د برید پلان درلود.
د خبرپاڼې پر اساس، د داعش یاد غړي د خیبر، ابو عمر او احمد په نومونو د درېیو کسانو له لوري داعش ډلې ته جذب شوي وو، چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شول.
امنیتي ځواکونه هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د ترهګرو هر ډول پلانونه به له منځه یوسي.
یاده دې وي چې داعش ډلې تر دې وړاندې په کابل ښار کې د رسنیو په شمول پر روغتیایي مرکزونو او ورته نورو بنسټونه ځانمرګي او ډله‌ییز بریدونه ترسره کړي او ګڼو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA