ads

خلوتګر: تر اوسه ۹۵۳ د رسنیو کار کوونکي پر کورنا اخته شوي

د خبریالانو د ملاتړ اداره یا نۍ خبر ورکوي چې په هېواد کې پر کورونا ۹۵۳ د رسنیو کار کوونکي اخته شوي، چې ډېری یې په کابل ولایت کې دي.

محمدخان بریال
10 چنګاښ 1399
خلوتګر: تر اوسه ۹۵۳ د رسنیو کار کوونکي پر کورنا اخته شوي

د خبریالانو د ملاتړ ادارې یا نۍ رییس مجیب خلوتګر د سه شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، یوازې په کابل کې ۵۶۸ د رسنیو کارمندان پر کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه شپږ کسان ترې مړه شوي دي.
دی وایي، دا شمېر خورا ډېر دی، خو ځینې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د شرم له کبله نه غواړي چې نوم او ناروغۍ یې ښکاره شي.
خلوتګر زیاتوي، که پر دې ناروغۍ د خبریالانو، د رسنیو د مدیرانو او د دغه بنسټ د کار کوونکو اخته کېدل همداسې دوام وکړي، لېرې نه ده چې د اطلاعاتو رسولو دایره به له سقوط سره مخ شي.
ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د اطلاعاتو رسولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او په ورته وخت کې یې د رسنیو پر مدیرانو هم غږ وکړ چې د خپلو کارمندانو روغتیا ته جدي پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۳۱ زره لوړ شوی او تر ۷۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA