د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، د طالبانو یاد بریدونه د افغان هوایي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د هغه په وینا، په شوي هوایي برید کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
احمدزی زیاتوي چې په دې نښته کې ملکي وګړو او افغان سرتیرو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.