د دغه سازمان په کلني راپور کې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه د افغانانو د راتلوونکي لپاره مهمه ګڼل شوې.
سرچینه وایي، په یاد هېواد کې د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې پر اصلاحاتو او د حکومت پر هڅو سربېره، بیا هم دغه پدیده د افغانستان د پرمختګ په لاره کې ستر خنډ بلل کېږي.
په راپور کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې مېرمن دیبرا لاینز ویلي، په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګیدو، له کورونا سره مبارزې او د یو هوسا افغانستان رامنځ ته کېدو لپاره اړتیا ده چې له اداري فساد سره جدي مبارزه وشي.
ملګري ملتونه وایي، دوی ژمن دي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
افغان حکومت که څه هم تر اوسه د ملګرو ملتونو د یاد راپور په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه یې لومړیتوب ده.