هغه له دولتي ادارو او وزارتونو غوښتنه وکړه چې یادې شفافیت ته ژمن پاتې شي او یا دې له دندو ګوښه شي، څو داسې کسان پر دندو وګمارل شي چې رسنیو او خلکو ته ځواب ویونکي وي.
د ده په وینا، دا چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی، یوازنی دلیل یې دا دی چې دولتي ادارو د خپلو کارونو، مالي تړونونو او اسنادو معلومات له رسنیو او خلکو پټ ساتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۸ یم کال کې له ۲۴ دولتي ادارو څخه د اطلاعاتو په اړه ۶۷۴ غوښتنې شوې او دا اطلاعاتو رسولو په برخه کې غوره پرمختګ دی.