د دغه وزارت مالي او ادارې معین شفیق الله شهیم د دوشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل، ډېری ثبت شوې پېښې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې دي.
د هغه په وینا، په یاده موده کې اووه تنه کورونا ویروس مړه کړي، ۳۶۵ تنه ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۴۷۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۰۹۰ تنو ته لوړ شو.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.