یاده ناسته د ویډیویي کنفرانس له لارې ترسره کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پام کې ده چې دا غونډه نن مازدیګر شپږ بجې جوړه شي.
سرچینه وایي، په دغه ویډیویي کنفرانس کې به د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د روسیې هېواد په استازیتوب ضمیر کابلوف او د امریکا په استازیتوب به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ګډون وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره کېدونکې غونډه کې به په هېواد کې د تاوتریخوالي پر کمېدو، د بندیانو پر خلاصون، بین افغاني مذاکراتو، تلپاتې اوربند او د سیهییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کېدو بحث وشي.
یاده غونډه پر داسې مهال جوړېږي چې ټاکل شوې، افغان حکومت د طالبانو ۲۰۰۰ زره نور بندیان ازاد کړي او تر هغه وروسته به ډېر ژر د قطر په پایتخت دوحه کې د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته ترسره شي.