ads

په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۴ زره او ۷۶۶ تنو ته ورسېد

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۶۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۴زره او ۷۶۶ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
25 غبرګولی 1399
په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۴ زره او ۷۶۶ تنو ته ورسېد

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تنه کورونا ویروس مړه کړي، ۵۲۴ تنه ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۴۷۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۷۲۵ تنو ته لوړ شو.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA