ads

په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر  ۶۴۰۲  تنو ته ورسېد

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۳۴۹نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

شمس الرحمن شمس
27 غویی 1399
په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر  ۶۴۰۲  تنو ته ورسېد

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۴۹نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۴۰۲ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح وایي، تازه مثبتې پېښې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

((په تېرو ۲۴ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۱۱۳مشکوک سمپلونه چیک شوي، ددې له منځه ۳۴۹مثبتې پېښې دي، ۱۵تنه زموږ وطنوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۳۳وطنوال بېرته روغ شوي او په مجموعي توګه په افغانستان کې ۶۴۰۲تنه په کرونا اخته کسانو لرو،۱۶۸زموږ وطنوال د کرونا له کبله مړه شوي دي او ۷۷۸تنه له دې وېروس څخه ښه شوي دي))

په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۴۰۳۳ تنو ته ورسېد

 

مجروح زیاتوي چې تر اوسه دکرونا مثبتې پېښې په قتلوي شکل سره ثبت شوي او که خلک کرونا وېروس ته جدي پاملرنه ونه کړي نو خپل نږدې اشخاص به زیانمن کړي.

روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چې سپارښتنو ته یې پام وکړي او لازم تدابیر ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA