دوی همدارنګه وایي، چې اوس نیوزلنډ کې د کرونا وېروس خطر تر ټېټي کچې راغلی او له دې وروسته خلک اړ نه دي چې نیوزلنډ کې له یو بل څخه فاضل مراعت کړي او یا دې نورې غټي غونډې نه کوي.
د نیوزلنډ حکومت هم خلکو ته ویلي، چې نور ورباندې د کرونا اړوند بندیزونه پرې نشته، خو دوی وایي، چې پولې به یې لا هم تړلې وي، او تګ راتګ باندې به محدودیتونه د اوس لپاره دوام کوي.
د یاد هېواد لومړۍ وزیرې جسېنډا ارډن کله چې خبره شوه چې نور یې په هېواد کې هېڅ د کرونا ناروغ نشته نو د خوشحالۍ نڅا یې وکړه.
ارډن وایي، که څه هم د د کرونا وبا ضد مبارزه لا ختمه شوې نه ده، خو په خبره یې دا ورته لویه لاسته راوړنه ده چې په دوو اونیو کې هېڅ مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ