ads

ناټو: افغانستان کې سولې راتللی بین الافغاني خبرو پورې اړه لري

ناټو وایي، چې افغانستان کې هغه وخت سوله راتلای شي کله چې افغانان پخپلو کې سره خبرو ته راټول شي.

شمس الرحمن شمس
20 غبرګولی 1399
ناټو: افغانستان کې سولې راتللی بین الافغاني خبرو پورې اړه لري

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار کوي، چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مالیکت ترسره شي او  ناټو به له دې پروسې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې دوی هڅه کوي چې افغان ځواکونه ښه وروزي ترڅو وکړای شي چې دخپل هېواد امنیت په خپله وساتي.

سټولټنبرګ زیاتوي چې له جمهور رییس ټرمپ سره د افغانستان ورستیو امنیتي تحولاتو خبرې کړې دي او د افغانستان د مسئلې د حل تر څنګ ورسره د ناټو په پیاوړتیا بحث او خبرې کړې دي.

باید یاده شي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چار وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني پوځي چارواکو سره لیدلي او هغوی سره پر اوربند او د بندیانو پر تبادله خبرې کړې دي، چې بیا له هغه ځای قطر ولاړ او هلته به طالب چارواکو سره یاد موضوعات شریک کړي او له هغه ځای وروسته به بېرته کابل ته راشي.

د زلمي خلیلزاد دې تازه سفرونو ته د افغانانو هیلي زیاتي شوي دي او د خلکو باور دادی چې دا ځل به بین الافغاني خبرې پیلیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA