تازه معلومات داده دي چې تر اوسه پورې خبرو اترو د پيل لپاره خاصه نېټه نه ده په ګوته شوې ده، خو ویل کېږي چې د زلمي خلیلزاد دوحې ته سفر موخه هم دا ده تر څو له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره یوه خاصه نېټه مشخصه کړي.
یو شمېر حکومتي سرچیني بیا وایي، چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت سره د بین الافغاني خبرو د پیل نیتې په اړه خبرې کړي دي او له افغان چارواکو سره د سولې د خبرو د پیلېدو د نېټې او ځای په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د طالبانو مشر ملاهبة الله اخوندزاده د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ له خبرو سره موافقه کړې ده، خو دوی ټینګار کړی، چې له خبرو وړاندې مهمه داده چې د دواړو لوریو بندیان له زندانونو خوشې شي او بیا خبرې پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ