رویټر خبري اژانس خبر ورکړی دی، چې ځینو سرچینو ورته منلې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد له کابل او پاکستان وروسته قطر ته ولاړ دی ترڅو له طالب چارواکو سره د بین الافغاني خبرو د نېټې په ټاکلو یوې پرېکړې ته ورسي.
رویټرز خبري اژانس ته یوه افغان چارواکي او همدارنګه یوې دیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې د بندیانو د تبادلې ستونزه به هم په تدریج ډول حل شي .
دوی ورته دا هم ویلي، چې د کورونا ناروغۍ د خپرېدو په خاطر ښايي په لومړي سر کې خبرې د ویدیوکنفرانس له لارې پیل شي.
په ورته مهال د ارګ یو شمېر سرچیني وایي، چې اوربند، د بندیانو تبادله او تاورتریخوالي کموالی هغه موضوعات دي چې د سولې خبرو ته یې بهتره فرصت رامنځته کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ