د ننګرها ولایت د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي، په تېرو۲۴ ساعتونو کې ددې ولایت په لابراتوار کې د کویډ۱۹ ناروغۍ ۱۳۶ شکمنې نمونې کتل شوي چې له ډلې یې په ننګرهار کې ۹۲ په لغمان کې ۱۲ او کونړ کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې .
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې تراوسه په ننګرهار کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنه مړه شوي او ۴۴ نور بیرته روغ شوي دي .
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
ختېځ کې ولایتونو د کرونا ناورغانو شمېر۸۴۶تنو ته ورسېد
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ