ads

جمهور رییس غني: ولسي جرګې ته به ډېر ژر نوماند وزیران معرفي کړم

جمهور رییس محمد اشرف غني پرون مازیګر د ولسي جرګې له رییس او اداري پلاوي سره وکتل او په حکومت کې د سرپرستۍ د پای ته رسولو ډاډ یې ورکړ.

شمس الرحمن شمس
20 غبرګولی 1399
جمهور رییس غني: ولسي جرګې ته به ډېر ژر نوماند وزیران معرفي کړم

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني  له جمهور رییس څخه د باور رایې اخیستو لپاره د نوماند وزیرانو د معرفي کولو غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې د هېواد د سیاسي اجماع د جوړېدو د هرکلي ترڅنګ له امنیتي ځواکونو او د سولې پروسه کې د شویو پرمختګونو ملاتړ او هرکلی وکړ.

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې رئیس او اداري پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په حکومت کې به ژر سرپرستي پایته ورسوي او نوماند وزیران به د ولسي جرګې د باور رایې اخیستو په هدف معرفي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA