د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د هېواد څلور سیمې د ملي پارک په توګه اعلان کړې.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو سیمو کې د نورستان ولایت ځنګلونه، د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ ولاړې اوبه، د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ جزیره او د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ پکې شاملې دي.
سرچینه زیاتوي چې د یادو سیمو اسناد د جمهور رییس محمد اشرف غني په شتون کې د چاپېریال ساتنې ادارې د رییس شاه زمان میوندي له لوري لاسلیک شول.
په ورته وخت کې جمهور رییس غني په دغو مراسمو کې وویل، د افغانستان د ژوند چاپیریال، اوبو او ارزښتمنو پانګو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د چاپېریال ساتنې ادارې مسولین وایي، دوی د هېواد په مختلفو برخو کې د سروې له لارې د تخنیکي مطالعاتو په بشپړېدو سره د ټاکل شوو سیمو د غوره مدیریت په هدف پلانونه او کمېټې رامنځته کړې دي.