د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوو کسانو په وسله والو غلاوو، وژنو او ورته نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود.
د وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې له نیول شوو کسانو څخه څلور میله تفنچې، یو عراه موټر، پنځه عرادې موټرسایکلونه، یوه اندازه نغدې پیسې او دوه سیټه موبایلونه تر لاسه شوي دي.
د سرچینې په وینا، د نیول شوو کسانو دوسیې د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
که څه هم امنیتي مسولین د جنايي جرمونو پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي، خو لاهم د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې جنایي پېښې رامنځته کېږي، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.