د سرچینو په وینا، په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په ورته وخت یادو وسله والو د ملکي وګړو کورونو ته اور ورته دی.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې نه ده منلې، خو ویل کېږي چې په یاد هېواد کې تندلارې ډلې فعالیت لري او وخت نا وخته پر ملکي وګړو او د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو دا ډول بریدونه ترسره کوي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د یادو بریدونو څپه نایجریا ته هم رسېدلې ده.