لاریون کوونکو د ایرني حکومت پر ضد شعارونه هم ورکړل او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې د ایران پر ضد د اقداماتو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې جمهور رییس محمد اشرف غني د نن ورځې د کابینې په غونډه کې د دې پېښې د ژر تر ژره څېړلو امر کړی دی.
د تېرې سه شنبې په ورځ د ایران په یزد ښار کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو پر موتر ډزې وکړې، درې تنه پکې ووژل شول او یو شمېر نور زخمیان شول.