ads

د هرات ولایت د شیدایي روغتون امر له خپلې دندې لاس په سر شو

د هرات ولایت د کویډ۱۹ شیدایي روغتون امر د یو شمېر کسانو له خوا تر وهلو، ډبولو وروسته نن له خپلې دندې استعفا وکړه.

محمدخان بریال
18 غبرګولی 1399
د هرات ولایت د شیدایي روغتون امر له خپلې دندې لاس په سر شو

د دغه ولایت د روغتیا رییس محمد رفیق شېرزي کلید ته وویل، د شیدایي روغتون امر فرهاد صارم، چې د انتاني ناروغیو متخصص و، تر دې پېښې وروسته خپله دنده پرېښوده.
د هغه په خبره، کله چې صارم پخپل سر د کورونا ویروس له کبله د یو تن مړي شوي جسد د هغه خپلوانو ته ور نه کړ، د هغوی له خوا سخت وډبول شو.
شېرزی زیاتوي، اوسمهال د یاد روغتون ډاکتران له صارم سره په اړیکه کې دي، څو هغه بیرته خپلې دندې ته راوګرځوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغان جاپان روغتون کې هم ورته پېښه رامنځته شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA