د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۹۱۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۸زره او۹۶۹ تنو ته ورسېد
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دا مثبتې پېښې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ثبت شوي دي.
دوی وایي چې په افغانستان کې له دې وېروس څخه تر دا مهاله ۳۰۹پورې کسان مړه شوي دي او همدارنګه له دې وېروس څخه د ښه شویو کسانو شمېر هم پورته تلی دی او په ټول هېواد کې له دې ناروغۍ څخه ۱۷۶۳تنه روغ شوي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ