پرون د امریکا او ایټالیا د نړیوال ایتلاف هېوادونو په مشرۍ ویډیو کنفرانس ترسره شو،چې تمرکز یې د داعش ډلې پر ضد پر جګړه وو.
مایک پمپو دې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د داعش پرضد د امریکا جګړه به دوام لري او اړتیا ده چې دا جګړه ګړندۍ شي.
پمپیو د داعش پر وړاندې د جګړې د ګړندۍ کېدو په اړه داسې مهال خبره کوي، چې په دې ورستیو کې داعش کابل کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.
دې ډلې د وزیر محمد اکبر خان جومات پر خطیب ډاکټر ایاز نیازي د چاودنې مسولیت منلی او د پنجشنبې ورځ یې په خپله وېب پاڼه یوه اعلامیه کې ویلي، چې د جومات امام یې ځکه په نښه کړ چې خپلو تقریرونو کې به یې د افغان حکومت ملاتړ کاوه.
دیني عالم ملا ایاز نیازی د پنجشنبې ورځ د وزیر محمد اکبر خان جومات په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ