ads

د افغانستان د علماوو شورا مشر قیام الدین کشاف وفات شو

د افغانستان د علماوو شورا غړی عطاالله لودین وایي، چې شیخ القران والحدیث مولوي قيام الدين کشاف نن سهار د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

شمس الرحمن شمس
4 غبرګولی 1399
د افغانستان د علماوو شورا مشر قیام الدین کشاف وفات شو

ددې شورا عړی عطاالله لودین وایي، چې نوموړی نن سهار د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

قیام الدین کشاف د افغانستان له نامتو عالمانو څخه دی، چې د تفسر اریانا لیکوال او د ستري محکمې په چوکاټ کې د اداري رییس، قضاوتپوه پر علمي ربته پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د څو اونۍ وړاندې یې زوی نامعلومه وسله والو لخوا د کابل او جلال اباد په لار ترور شو.

څه موده وړاندې یې یو زوی د وسله والو طالبانو لخوا ترور کړای شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA