جمهور رییس محمد اشرف د اختر له لمانځه وروسته د طالبانو له اوربند څخه هرکی وکړ او له دوی د اوږدمهاله اوربند غوښتنه وکړه.
جمهور رییس د طالبانو په مقابل کې د اوربند اعلان وکړ او افغان سرتېرو ته یې امر وکړ، چې په بشپړه توګه اوربند رعایت کړي.
جمهور رییس د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د جدي اقداماتو خبر ورکړ او همدارنګه له طالبانو یې وغوښتل چې زندانونو کې ورسره بند حکومتي بندیان ژر ازاد کړي.
((زه یو ځل بیا د طالبانو لخوا د اوربند اعلان هرکلی کوم، زموږ ټول امنیتي او دفاعي قوا به اوربند مراعت کوي او هیله مند یم چې دا ختر به تېر په څلو ولسونو ته د خوښۍ او خشحالۍ ورځ وي، زه د یوه مسوولت دولت په صفت غواړم یو قدم بل هم واخلم، چې طالب بندیانو دخوشې کولو په تړاو به جدي اقدامات وشي، په همدې حال پر طالبانو غږ کوم چې امنیتي او دفاعي سرتیري چې دوی سره په زندانونو کې دي ژر خوشې کړي))
جمهور رییس وویل چې سوله یوه اړتیا ده او ملت همدا یوه غوښتنه لري، طالبان باید د ملت غوښتنو ته درناوی ولري او د سولې لپاره لومړی یو اوږدمهاله اوربند او بیا بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.
(( ټول علما دې نتیجې ته رسېدلې چې جګړه د شریعت له پلوه جواز نه لري، له دې ځایه اساسي حل لار د سولې خبرې پیلول دي او دا ځل د مذاکرې لپاره پلاوی بشپړ چمتوالی نیولی او حاضر دی چې ژر خبرې پیل کړي، دا پلاوی له ټولو افغانانو نماینده ګي کوي))
جمهور رییس زیاته کړه چې د سولې اساسي هدف ثبات دی او دې هېواد بې ثباتي لیدلې او هر یو د بې ثباتی په معنی پوهیږي.
جمهور رییس تمه وښوده چې په روان کال کې د سولې شاهدان اوسو او افغان ملت له دې عظیم سعادت څخه برخښمن شي.
جمهور رییس د خبرو په ورستیو کې له هېوادوالو وغوښتل چې کورونو کې پاتې شي او دروغتیا وزارت ټولې سپارښتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ