ads

جمهور رییس محمد اشرف غني د طالبانو له اوربند څخه هرکلی وکړ

وسله والو طالبانو د اخترپه درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې یرغلیزو بریدونو څخه ډډه وکړي

شمس الرحمن شمس
4 غبرګولی 1399
جمهور رییس محمد اشرف غني د طالبانو له اوربند څخه هرکلی وکړ

جمهور رییس محمد ارشرف اغي د یو ټوېټ په خپرلو سره اختر کې د طالبانو لخوا د اوربند هر کلی وکړ او خپله یې هم افغان ځواکونو ته د اوربند امر ورکړ.

د شنبې ورځ وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اختر په درېیو ورځو کې به اوربند کوي او په اعلامیه کې له خپلو جنګیالیو غوښتي چې د حکومت تر واک لاندې سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي او همدارنګه یې ویلي چې حکومتي کسان هم نه شي کولای چې د طالبانو د واک لاندط سیمو ته ورشي.

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر خپله ټوېټر پاڼه د طالبانو لخوا د اوربند د پرېکړې هرکلی کړی دی. او هیله یې ښودلې چې دا ګام به د تاوتریخوالي کمولو، د بندیانو تبادلې او بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

ددې ترڅنګ دواړو لوریو ویلي که جېرته پرې برید وشي نو ځوابي برید سره به مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA