ads

افغانستان کې د اوربند په اړه د امریکا او ناټو هرکلی

افغانستان نن د اختر لومړۍ ورځ ده چې افغان حکومت او وسله والو طالبانو د اوربند اعلان کړی،چې هممهال دغه پرېکړه د امریکا او ناټو له هرکلي سره مخ شوې ده.

شمس الرحمن شمس
4 غبرګولی 1399
افغانستان کې د اوربند په اړه د امریکا او ناټو هرکلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ناټو شرمنشي ینس سټولټنرګ په خپلو ټوېټر پاڼو کې د اختر ورځو کې له اوربند څخه ملاتړی کړی دی.

خلیلزاد په خپل ټوېټ کې ټینګار چې له دې فرصت څخه باید ګټه پورته شي هغه ویلي چې د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د بندیانو خوشي کول، د تاوتریخوالي کمول، بین الافغانني خبرو ژرپیلول هغه څه دي چې باید ورته کار وشي او امریکا په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته اماده ده.

بل لور ته ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خپل ټویټر پاڼه ویلي، چې د جګړې ښکېلو خواوو ته په کار ده چې له دې فرصت څخه د افغانانو د ګټو خوندیتوب لپاره ګټه واخلي.

نوموړي هم په دې برخه کې د ناټو د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او تمه یې ښودلې چې افغانستان کې دایمي ثبات او سوله راشي.

افغان مشرانو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې پر اوربند ټینګار کړی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA