ads

یو ځل بیا افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو د ملګرو ملتونو ټینګار

افغانستان کې د کوچني اختر په رارسېدو سره ملګرو ملتونو یو ځل بیا د جګړې په ښکېلو خواوو د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده، دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د روژې میاشتي له درېیمې اونۍ څخه جګړې شدد پیدا کړی دی.

شمس الرحمن شمس
3 غبرګولی 1399
یو ځل بیا افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو د ملګرو ملتونو ټینګار

افغانستان کې د ملګرو ملتنو مرستندویه استازولۍ یوناما د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د کوچني اختر په رارسېدو سره دې تاوتریخوالی کم کړي.

په ورته مهال پرون د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم هېواد کې د جګړې دریدو ویلي دي او له ښکېلو خواوو په کلکه غوښتنه وکړه، چې د خپل ملت په خاطر دي اوربند وکړي، تر څو یو تل پاتې سولې ته د رسېدو زمینه برابره شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د روژې مبارکي میاشتي له پیل څخه هېواد کې جګړې زور اخیستی، افغان حکومت، دیني عالمان او نړیوالو له وسله والو طالبانو پرپسې غوښتنه کړې چې تاوتریخوالی کم او اوربندوکړي، خو وسله والو طالبانو بیا یوازې د افغان حکومت غوښتنه نامعقوله وبلله.

د وسله والو طالبانو مشر ملاهبت الله په خپل اختریز پیغام کې بیا پر خپلو جنګیالو د مبارزې غږ کړی او له امریکې یې غوښتي چې ژر دې د سولې هڅې ګړندۍ کړي.

خلیلزاد هم ددې د افغان سولې لپاره قطر او کابل ته په سفر وتلی، چې په دې لړ کې له طالب او چارواکو سره د سولې په راتلونکو پرمختګونو او دهوکړې پر عملي کولو ټینګار کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA