ads

یوناما افغانستان کې اوربند غوښتنی؛ خو یو شمېر سیاسي کارپوهان ورته خوشبین نه دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ یا یو ناما یو وار بیا د جګړې پر ښکېلو خواوو د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند غوښتنه کړې ده.

تاج ولي غورځنګ
3 غبرګولی 1399
یوناما افغانستان کې اوربند غوښتنی؛ خو یو شمېر سیاسي کارپوهان ورته خوشبین نه دي

که څه هم له تېرې یوې میاشتې راهیسې له وسله‌والو طالبانو بیلابیلو لوریو د اوربند او د تاوتریخوالي د کمیدو په تړاو غوښتنه کړې، خو وسله والو طالبانو دغه غوښتنې بیا بیا رد کړي دي.

اوس تازه یو ځل بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ یا یوناما د اختر په مناسبت له ښکیلو لوریو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي.

په ورته مهال د جمعې په ورځ د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم په هېواد کې د جګړې دریدو ویلي او له ښکېلو خواوو یې په کلکه غوښتنه کړې چې د خپل ملت په خاطر دي اوربند وکړي، تر څو یو تل پاتې سولې ته د رسېدو زمینه برابره شي.

خو بل لور ته په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمیدو او اوربند په تړاو د سیاسي چارو شنونکي بیلابیل نظرونه لري.

یو لوری پړه پر امریکایي لوري ور اچوي چې ګواکی دوی د سولې په پروسه کې رښتیوني ندي، خو بل لور بیا وسله والو طالبانو ته ګوته نیسي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا وایي، نړیوالې ټولنې او هیوادونه له طالبانو غواړي چې اوربند وکړي، خو امریکایي لور ته نه وایي، څو په خپلو ژمنو ژمن پاتې شئ.

د نوموړي په خبره، نړیوالې ټولنې باید په امریکایي لوري غږ وکړي چې د افغانستان په سولې پروسه کې خپل مسوولیت سرته ورسوي.

((بین المللي ټولو باید په امریکایانو غږ کړی وای، چې تاسې باید خپل مسوولیت ادا کړئ، چې دوی اوس د اوربند غږ کوي، اوس به اوربند هم شوی و او سولې ته به هم لاره جوړه وه، اصلې مهمه خبره چې یونیم کال شوې وه، دغو نړیوالو طرفونو هیڅ په امریکایانو ملامتیا وویله نه یې په حکومت او نه هم په نورو))

بل لور ته د سیاسي او پوځي چارو شنونکی محمدیوسف امین ځاځی بیا د وسله‌والو طالبانو او امریکا ترمنځ توافق ته اشاره کوي.

نوموړی وایي، دوی دواړو خواوو افغان حکومت څنډې ته ساتلی و چې له امله یې جګړې زور واخیست.

دده په خبره، اوس که نړیوال د اوربند غږ هم کوي، تر ډېره رښتنولي نه پکې لیدل کیږي.

((غوښتنه له طالبانو څخه چې اورکم وکړی زه فکر کوم دا هسې تېروتنه ده، دا وقیعي نه دي او په افغانستان کې د واقیعي سولې اراده نشته))

خو په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی او د حق و عدالت ګوند مشر ډاکټر معین ګل څمکنی بیا د وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د هوکړې نشتون یادوي.

څمکنی وایي، څو چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې او هوکړه ونه شي، دا جګړه به روانه وي.

ده همدا راز وویل، طالبان غواړي چې د جګړې له لارې خپلې سیاسي موخې لاس ته راوړي.

((د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ هیڅ داسې تړون نشته چې له مخې یې اورکم یا اوربند وکړي، دا تړون دامریکایان او طالبانو ترمنځ دی، هغوی تر اوسه خپلو منځو کې دا تړون ساتلی دی، له دې معلومیږي چې ددې جګړو ترشاه یو لاس دی اوغواړي چې یوه سیاسي لاسته راوړنه ولري نو ځکه جګړه نه کموي))

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې جګړې یو ځل بیا زور اخیستی، افغان حکومت، دیني عالمان او نړیوالو له وسله والو طالبانو پرله‌پسې غوښتنه کړې چې تاوتریخوالی کم او اوربندوکړي، خو وسله والو طالبانو بیا یوازې د افغان حکومت غوښتنه نامعقوله بللې.

افغان مشرانو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې پر اوربند ټینګار کړی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA