د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۷۸۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۹۹۸ تنو ته ورسېد.
د روغتیا وزارت معین وایي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې له ۱۵۰۰مشکوک سمپلونه کتل شوي دي چې له ډلې یې ۷۸۲مثبت ثابت شوي دي.
((افغانستان کې ۱۵۲۸مشکوکې نمونې په لابراتوارونو کې کتل شوې دي، چې له منځه ۷۸۲یې مثبتې ثابتې شوې دي، ۱۱تنه مړه شوي او ۴۴تنه له دې وېروس څخه روغ شوي دي له دې سره په افغانستان کې ۹۹۹۸مثبتې پېښې ثبت شوې، ۲۱۶تنه په مجوعي ډول کرونا ناروغۍ څخه مړه شوې او ۱۰۴۰تنه روغ شوي دي))
مجروح همدارنګه وویل، چې د کرونا وېروس د کابو کولو یوازینۍ لار د قرنطین ته بېرته ګرځیدل دي، او د دوو نورو اونیو لپاره هېوادوال اړ دي چې ځانونه قرنطین کړي.
((موږ ډېر انخابونه نه لرو یا کور کې کېنو دا اقتصادي او رواني ستونزې ګالو د دوو دېیو څلور هفتو لپاره چې د وېروس مخنیوی به وشي یا بې احتیاطي کوو، له بده مرغه اکثره کورنۍ به پرې اخته شي، چې له دې څخه به ۲۰ فیصده روغتونونو ته لاړشي، پنځه فیصده به ای سیو ته ځي او پنځه فیصده څخه لږ تر لږه ۳ فیصده قبرستان ته ولاړشي دا واضیح او ښکاره خبره ده))
روغتیایي چارواکي ټینګار کوي، چې د کرونا وېروس په کابو کولو د خلکو رول مهم دی او د دوی رول دادی چې کورنو کې پاتې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ